Sher o shayeri

0 9
Avatar for Muhammad_Daud
3 years ago

بېګاه د شپې خاموشي غلې غلې

د رڼو ستورو د رڼا په قدم

زما کوټې ته راغله دا یې اووې

په یوه ساه یې اووې

ته څه خبر یې که نه؟

په اسمانونو کې جرګه شوې ده

دا فېصله شوې ده

چې څوک به خوب نه ویني

خوب آګاهي خوروي

د هلکو خوب تښتوي

خوب د خوبونو باچاهي نه مني

د زور خدائي نه مني

نور به څوک خوب نه ویني

اوس که چا خوب ولیدو

هغه سړي له به سزا ورکوي

هغه سړی به په سولۍ خېژوي

زه د سزا د ویرې وبوږنېدم

یو ساعت ورپېدم

د مرګه ویرېدم

دا مې اووې

ښکاره صفا مې اووې

چې بیا به خوب نه وینم

خو چې ویده شومه

په خوب ورغلم

خوب مې ولید

لکه چې خوب زور او زاري نه مني

هیڅ پابندي نه مني

‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب شاه صابر

2
$ 0.00

Comments